ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د ثور یا غوایی لومړۍ او د اپرېل میاشتې ۲۱مه نېټه ده) د افغانستان د اسلامی امارت استخبارات وایی، چې امنیتی ځواکونو یې پاکستان ته د پرمختللی رادار سیستم د قاچاق مخه نیولې ده.
د کونړ ولایت د د استخباراتو رییس تېره ورځ خبریالانو ته وویل، دا رادار د نړیوالو ځواکونو له لوری د غره پر یوه څوکه د افغان ځواکونو په یوه پوځی اډه کې نصب شوی و.
ده همداراز ویلی، چې امنیتی ځواکونو یې له تېرو څو ورځو راهیسې په کونړ کې د پلټنې عملیات کړی او په لړ کې یې راز راز وسلې نیولی دی.
گهیځ