پاکستان خپل هوایی شرکت “PIA” د ونډو په بازار کې پلوری

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۵مه نېټه):

د ګهبځ نیوز د خبر له مخې په پاکستان کې د خصوصی کولو کمېسیون ویلی، چې د دغه هېواد زیانمن ملی هوایی شرکت “PIA” د اسهامو په بازار کې خرڅلاو ته وړاندې کیږی.

د خصوصی سازۍ د کمېسیون دا اقدام د پیسو نړیوال صندوق له خوا په پاکستان کې د مالی اصلاحاتو د غوښتنې په اساس کیږی.

د پاکستان نړیوال هوایی شرکت “PIA” تراوسه په میلیاردونو پاکستانۍ روپۍ تاوان کړی او د خصوصی کولو کمېسیون پانګه اچوونکو ته د دغه شرکت له ۵۱ څخه تر ۱۰۰ سلنې ونډې د پېرلو لپاره د وړاندیزونو سپارلو ته د مې میاشتې درېیمې نېټې پورې وخت ټاکلی دی.

د پاکستان PIA شرکت د هوایی چلند یوازې ۲۳ سلنه جوړوی، په داسې حال کې چې د منځنی ختیځ هوایی شرکتونه د دغه مارکیټ ۶۰ سلنه برخه جوړه کړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.