کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۵ نېټه):
په داسې حال کې چې پاکستان له اقتصادی پلوه تر بل هر وخت ډېر له اقتصادی رکود سره مخ دی، د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د پاکستان د مرکزی کابینې وزیر ویلی، چې دغه هېواد کې د روانې نفوس شمېرنې پر پروسې ۳۴ میلیارده روپۍ مصرف کیږی.
دوی ویلی، چې تر دا دمه د ۱۲ کروړه او ۷۰ لکه کسانو نفوس شمېرنه ترسره شوې ده.
د پاکستان حکومت دغه مصرف په داسې حال کې نفوس شمېرنې باندې کوی، چې دې وروستیو کې د پاکستان حکومت له IMF څخه د قرضې غوښتلو لپاره د دغې ادارې تر ټولو سختو شرایطو ته غاړه ایښې ده او له بل پلوه د هرې ورځې په تېرېدو دغه هېواد کې د خوړو او سون توکو په ګډون ډېری نرخونه په بې سارې ډول لوړیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ