کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۳ مه نېټه):
افغان حکومت د پاکستان پر وروستیو تورونو یو وار بیا تند غبرګون وښوده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی د پاکستانی وزیرانو هغه تورونه غندلی او بې ځایه یې بللی، چې ګوندې پر پاکستانی پوځیانو برید کوونکی افغانستان کې پټنځایونه لری.
متقی ویلی، چې پاکستانی وزیران دې د خپل بام واورې په بل بام نه غورځوی.
بهرنیو چارو وزیر له پاکستانی لوری غوښتنه کړې، چې پېښور کې د شوی ځانمرګی برید دقیقه پلټنه وکړی، ځکه د ده په خبره دا هېڅ امکان نه لری چې یو بم یا ځانمرګی دې دومره ډېر تلفات او تخریب وکړی.
تر دې څرګندونو وړاندې د پاکستان د کورنیو او دفاع وزیرانو څو وار خپله خاوره کې د نا امنۍ پړه پر افغانستان اچولې وه.
د تېرې سې شنبې ورځ هم د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پارلمان ته د ناامنیو د زیاتوالی په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې پاکستانی طالبان د امریکا پر ضد جګړه کې د افغان طالبانو ملاتړ کړی و، چې اوس افغان طالبان د پاکستانی طالبانو په ملاتړ دغې ډلې ته خپل پور ور ادا کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ