ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومی ۲۱مه) د ترکیې اناتولیا خبری اژانس د ځینو پاکستانی چارواکو له خولې ویلی چې پاکستان غواړی له افغانستان سره په تحصیلی او تعلیمی برخه کې مرسته وکړی.
سرچینه کاږی چې دوی شاوخوا ۶۳ میلیونه ډالر مرسته اعلانوی، په کابل کې د علامه اقبال پوهنتون څانګه پرانیزی، افغان محصلینو ته بورسیې ورکوی او په افغانستان کې به د روغتیا پالانو او ښوونکو په روزنه لاس پورې کوی.
سرچینې ویلی چې دغه بسته ښایی په راتلونکو ورځو کې د عمران خان یا بهرنیو چارو وزیر له لوری اعلان شی. علامه اقبال په پاکستان کې تر ټولو ستر پوهنتون بلل کېږی چې په مستقیمه توګه د پاکستان د ولسمشر له لوری اداره کېږی.
گهیځ