کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې په اسلام آباد کې افغان سفارت ویلی، پاکستانی حکومت هوکړه کړې، چې په کراچۍ کې د افغان سوداګرو بند پاتې مالونه سملاسی پرېږدی.
سفارت زیاته کړې، چې پاکستانی چارواکو یاده هوکړه د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره په دوه اړخیزه ناسته کې شوې ده.
د سرپرست حکومت چارواکی وایی، دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو او صنعت وزیرانو هم ګډون درلود.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوی غړی خان جان الکوزی تېره اونۍ ویلی وو، اسلام آباد په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو تر ۴ زرو ډېر کانتینرونه ایسار کړی دی.
نوموړی د پاکستان دا ګام د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ خلاف بللی و او زیاته کړې یې وه، چې د مالونو له ځنډېدو سره امکان شته، چې افغان سوداګر په میلیونونو اضافی مالیه پرې کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ