کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان حکومت د راتلونکی اپریل میاشتې له ۱۵ مې نېټې څخه د افغان کډوالو د وېستنې دوهم پړاو پیلوی.
د خبر پر بنسټ دغې حکومت اعلان کړی، چې د اپریل په ۱۵مه به په ټولو ایالتونو کې د هغو افغان کډوالو د وېستلو دوهم پړاو پیل کړی، چې د ICC یا د کډوالۍ ځانګړی کارتونه لری.
دغه هېواد کې د افغان کډوالو مدافعین وایی، پاکستانی پولیس د کډوالو د جبری وېستلو بهیر کې اسناد نه ګوری، چې دغه دوهم پړاو جبری وېستنه ټول افغان کډوال او پناه غوښتونکی د وېستلو له خطر سره مخ کوی.
دوی د ملګرو ملتونو د کډوالۍ له ادارو غواړی، چې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د امنیت او حقونو د خوندیتوب لپاره دې ژر تر ژره اقدام وکړی.
پاکستان کې د هغو افغان کډوالو شمېر چې د کډوالۍ ځانګړی کارتونه لری، ۸ لکه ۵۰ زره تنو ته رسیږی.
پاکستان پخوانی موقت حکومت د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې د بې اسناده افغان کډوالو د وېستلو بهیر پیل کړ، چې په ترڅ کې یې د ۵ لکه ۲۴ زرو په شاوخوا کې افغان کډوال افغانستان ته په جبری ډول واستول.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ