معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د افغان کډوالو پر سر له امریکا څخه ۶۰ میلیونه مرسته ترلاسه کړې

پاکستان د افغان کډوالو پر سر له امریکا څخه ۶۰ میلیونه مرسته ترلاسه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۷ مه نېټه):
په داسې حال کې چې هره ورځ له پاکستانه د افغان کډوالو د ځوېدو او بندي کولو راپورونه خپریږي، په اسلام آباد کې د امریکا سفارت ویلي، چې امریکا تېر ۲۰۲۲ مالي کال کې افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه له پاکستان سره ۶۰ میلیونه ډالره مرسته کړې.
دغې سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، امريکا له ٢٠٠٢ کال له پيله تر اوسه پاکستان ته د افغان کډوالو د لاسنیوي لپاره ٢٧٣ ميليونه ډالره مرسته ورکړې چې تر ټولو زیاتې مرستې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د روغتیا او پوهنې په برخو کې له افغانانو سره شوې دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې دا مهال شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس