کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۷ مه نېټه):
په داسې حال کې چې هره ورځ له پاکستانه د افغان کډوالو د ځوېدو او بندی کولو راپورونه خپریږی، په اسلام آباد کې د امریکا سفارت ویلی، چې امریکا تېر ۲۰۲۲ مالی کال کې افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه له پاکستان سره ۶۰ میلیونه ډالره مرسته کړې.
دغې سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، امریکا له ۲۰۰۲ کال له پیله تر اوسه پاکستان ته د افغان کډوالو د لاسنیوی لپاره ۲۷۳ میلیونه ډالره مرسته ورکړې چې تر ټولو زیاتې مرستې په خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د روغتیا او پوهنې په برخو کې له افغانانو سره شوې دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې دا مهال شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ