پاکستان د افغان کډوالو ګړندی وېستلو لپاره نور مرکزونه هم پرانیستل

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۳ مه نېټه):
پاکستانی رسنیو د دغه هېواد د یو شمېر چارواکو له قوله ویلی، چې تېره ورځ ناوخته یې پر ډیورنډ فرضی کرښې ځینې نور مرکزونه هم پرانیستل، چې پر مټ به یې له پاکستانه د لکونو افغان کډوالو د وېستلو بهیر ګړندی کړی.
په خېبر پښتونخوا کې د کمېشنر مرستیال عبدالناصر خان رویټرز خبری آژانس ته ویلی، پر تورخم دروازه چې ډېر کډوال ورڅخه افغانستان ته اوړی، د دغو مرکزونو شمېر درې برابره زیات شوی دی.
هغه زیاته کړې چې تر اوسه نږدې ۳۰ زره کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوی دی.
د رویټرز د خبر له مخې د چمن له لارې بیا تر ۳۵زرو ډېر بې اسناده افغانان، خپل هېواد ته ستانه شوی دی.
تورخم کې د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره جوړ شوی پنډغالی کې په زرګونه کورنۍ ځای شوی، چې کورنۍ او بهرنۍ موسسې د افغان حکومت سره په کډه ورته د خوراک – څښاک، انتقال او د نورو چوپړتیاوو پر برابرولو بوخت دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.