کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۴مه نېټه):
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس وایی، چې پاکستان د افغان_ټرانس رېل پټلۍ د لارې د بدلون غوښتونکی دی.
نوموړی ترکیې ته له خپل سفر وروسته ویلی، چې پاکستان له لوګر_تورخمه، لوګر خرلاچی ته د دې پروژې د تګلوری د بدلېدو غوښتنه کړې ده.
د ده په وینا، د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې ټولنې د منځنی ختیځ د برخې په غونډه کې د افغانستان_ټرانس پروژې په تړاو هم خبرې وشوې.
له دې سره هم مهاله، د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی د پاکستان له سفیر سره د ټرانسپورټی پروژو په تېره بیا د ترمز_مزارشریف، کابل، پېښور د اوسپنې پټلۍ په تړاو خبرې کړې دی.
د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان_ټرانس د اوسپنې پټلۍ ۷۶۴ کیلومټره اوږدوالی لری او د جوړېدو لګښت یې ۶ میلیارډ ډالره اټکل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ