کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۵ مه نېټه):
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا ژمنه ورسره کړې چې په راتلونکي زېږدیز کال کې به په پاکستان کې د بریدونو مخنیوي او امنیت ټینګښت لپاره نغدي مرسته ورسره وکړي.
بلاول بوټو زرداري له ډان ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان له خاورې څخه د بریدونو مخنیوي لپاره امریکا له دوی سره مالي مرسته کوي.
د ده په وینا، دا خبره تېره اوونۍ امریکا ته د سفر پر مهال دوو لوړ پوړو سناتورانو باب مندیز او لیندیسي ګراهام ورته کړې او ویلي یي دي چې دغه اندازه پیسې به د پاکستان د امنیت خوندیتوب لپاره ولګول شي.
زرداري یو وار بیا دغو خبرو کې نیوکه وکړه چې اوسني بریدونه د افغانستان له خاورې څخه پر دوی کیږي، خو سرپرست افغان حکومت بیا تل دا تورونه رد کړي او دا یې د پاکستان لخوا نړیوالو څخه د مرستو اخیستو پله بللې ده.
د سرپرست افغان حکومت چارواکو ویلي، اوس مهال په افغانستان کې هېڅ داسې ډله نشته چې نورو هېوادونو ته ترې ګواښ متوجه وي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/