پاکستان د امریکا نغدی مرستې ته سترګې پر لار ده

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۵ مه نېټه):
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلی، امریکا ژمنه ورسره کړې چې په راتلونکی زېږدیز کال کې به په پاکستان کې د بریدونو مخنیوی او امنیت ټینګښت لپاره نغدی مرسته ورسره وکړی.
بلاول بوټو زرداری له ډان ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلی چې د افغانستان له خاورې څخه د بریدونو مخنیوی لپاره امریکا له دوی سره مالی مرسته کوی.
د ده په وینا، دا خبره تېره اوونۍ امریکا ته د سفر پر مهال دوو لوړ پوړو سناتورانو باب مندیز او لیندیسی ګراهام ورته کړې او ویلی یی دی چې دغه اندازه پیسې به د پاکستان د امنیت خوندیتوب لپاره ولګول شی.
زرداری یو وار بیا دغو خبرو کې نیوکه وکړه چې اوسنی بریدونه د افغانستان له خاورې څخه پر دوی کیږی، خو سرپرست افغان حکومت بیا تل دا تورونه رد کړی او دا یې د پاکستان لخوا نړیوالو څخه د مرستو اخیستو پله بللې ده.
د سرپرست افغان حکومت چارواکو ویلی، اوس مهال په افغانستان کې هېڅ داسې ډله نشته چې نورو هېوادونو ته ترې ګواښ متوجه وی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.