معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د ایران توغندیز برید پر خپل هوايي حریم تېری بللی

پاکستان د ایران توغندیز برید پر خپل هوايي حریم تېری بللی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۷ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې وروسته تر هغې چې د ایران دولتي رسنۍ د خپلو چارواکو له قوله خبر ورکړ، چې ځواکونو یې د پاکستان خاوره کې دننه د جیش العدل نومي وسلوالې ډلې پر ”دوو” مرکزونو ډرون او توغندیز بریدونه کړي، له برید څو ساعته وروسته اسلام آباد په یوه خبرپاڼه کې دا بریدونه په سختو ټکو غندلي او دا یې پر خپل هوايي حریم تېری بللی دی.

د خبر پر بنسټ، د ایران تسنیم دولتي خبري آژانس له قوله ویلي، چې د پاکستان بلوچستان صوبې په پنجګور سیمه کې دغه بریدونه شوي دي.

دواړو لورو د دې توغندیز او بې پیلوټه بریدونو بشپړ جزیات نه دي خپاره کړي، خو پاکستان ويلي چې په دې بریدونو کې دوه ماشومان وژل شوي او درې نجونې ټپیانې دي.

پاکستاني چارواکي وایي، په تهران کې یې د لوړ پوړو ډیپلوماټیکو چارواکو له لارې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته خپل اعتراض وړاندې کړی او دغه برید یې له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بللې ده.

دا برید په داسې مهال شوی، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د پاکستان له موقت لومړي وزیر انورالحق کاکړ سره په سویټزرلنډ کې لیدلي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس