کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې وروسته تر هغې چې د ایران دولتی رسنۍ د خپلو چارواکو له قوله خبر ورکړ، چې ځواکونو یې د پاکستان خاوره کې دننه د جیش العدل نومی وسلوالې ډلې پر ”دوو” مرکزونو ډرون او توغندیز بریدونه کړی، له برید څو ساعته وروسته اسلام آباد په یوه خبرپاڼه کې دا بریدونه په سختو ټکو غندلی او دا یې پر خپل هوایی حریم تېری بللی دی.
د خبر پر بنسټ، د ایران تسنیم دولتی خبری آژانس له قوله ویلی، چې د پاکستان بلوچستان صوبې په پنجګور سیمه کې دغه بریدونه شوی دی.
دواړو لورو د دې توغندیز او بې پیلوټه بریدونو بشپړ جزیات نه دی خپاره کړی، خو پاکستان ویلی چې په دې بریدونو کې دوه ماشومان وژل شوی او درې نجونې ټپیانې دی.
پاکستانی چارواکی وایی، په تهران کې یې د لوړ پوړو ډیپلوماټیکو چارواکو له لارې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته خپل اعتراض وړاندې کړی او دغه برید یې له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بللې ده.
دا برید په داسې مهال شوی، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان د پاکستان له موقت لومړی وزیر انورالحق کاکړ سره په سویټزرلنډ کې لیدلی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ