پاکستان د بې اسناده کډوالو د اوسېدو موده تر مارچ میاشتې غځولې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۴ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو راپور ورکړی، چې د پنجاب صوبایی حکومت په پاکستان کې د مېشتو بې اسناده کډوالو په اړه مهمه پرېکړه کړې ده.

د جیو نیوز د سرچینو له مخې صوبایی حکومت د ۱۳ لکه بې اسناده کډوالو د اوسېدو مودې د غځولو منظوری ورکړې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د روان زېږدیز کال تر مارچ میاشتې پورې غځول شوې ده.

د سرچینې په وینا، پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د افغان حکومت په غوښتنه غځولې ده، خو په ورته مهال ځینو نورو پاکستانی رسنیو بیا راپور ورکړی، چې د روان زېږدیز کال د فبرورۍ تر ۲مې نېټې له پاکستانه د بېرته ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر ۴ لکه ۸۱ زره ۲۵۶ ته رسېدلی او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.