کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۸ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د زېږدیز کال تر وروستۍ پورې د دغه هېواد د حکومت لخوا څلور لکه ۶۰ زره ۸۶۳ افغانان په غیر قانونی توګه د اوسېدو په بهانه وېستلی دی.
د راپور پر بنسټ، یوازې تېره ورځ ۶۹۳ افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوی دی.
راپور زیاتوی، چې خپل هېواد ته د افغانانو او نورو بې اسنادو اوسېدونکو د وېستلو لړۍ دوام لری.
پاکستان چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د زرګونو افغان کډوالو کوربه هېواد دی، په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې ټول غیر قانونی کډوال به وباسی.
له دې سره په دغو وېستل شویو کډوالو کې هغه کورنۍ هم شته، چې له کلونو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اوسېدل او د دې هېواد شناختی کارټونه یې هم ترلاسه کړی وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ