معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د خپلو پورونو ادا کولو د مودې غځولو ضمانت ترلاسه کړ

پاکستان د خپلو پورونو ادا کولو د مودې غځولو ضمانت ترلاسه کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان مالیې وزیر ویلي، چې له چین، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو څخه یې د خپل هېواد د پورونو د ورکړې موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده.

نوموړي زیاته کړې، پاکستان ۱۲ میلیارده ډالره پوروړی دی او د پیسو له نړیوال صندوق څخه د ۷ میلیار‌ده ډالرو د نوي پور تصویب ته په تمه دی.

پاکستان تمه لري چې د دې میاشتې تر پایه به د پیسو نړیوال صندوق څخه د ۷ میلیارده ډالرو په ګډون د نوي پور پروګرام تصویب او وروستی شي.

د پاکستان مالیې وزیر ډاډ ورکړی، چې د پایداره اصلاحاتو په تعقیب د هېواد اقتصاد د ثبات په لور روان دی.

نوموړي د ماليې د سيستم پر پياوړتيا، د شفافيت پر ښه‌ والي او د انرژۍ په برخه کې د اصلاحاتو پر پلي کولو ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې اوسني حکومت هم په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس