پاکستان د خپلو پورونو ادا کولو د مودې غځولو ضمانت ترلاسه کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان مالیې وزیر ویلی، چې له چین، سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو څخه یې د خپل هېواد د پورونو د ورکړې موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده.

نوموړی زیاته کړې، پاکستان ۱۲ میلیارده ډالره پوروړی دی او د پیسو له نړیوال صندوق څخه د ۷ میلیار‌ده ډالرو د نوی پور تصویب ته په تمه دی.

پاکستان تمه لری چې د دې میاشتې تر پایه به د پیسو نړیوال صندوق څخه د ۷ میلیارده ډالرو په ګډون د نوی پور پروګرام تصویب او وروستی شی.

د پاکستان مالیې وزیر ډاډ ورکړی، چې د پایداره اصلاحاتو په تعقیب د هېواد اقتصاد د ثبات په لور روان دی.

نوموړی د مالیې د سیستم پر پیاوړتیا، د شفافیت پر ښه‌ والی او د انرژۍ په برخه کې د اصلاحاتو پر پلی کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې اوسنی حکومت هم په دې برخه کې کوټلی ګامونه پورته کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.