کابل-ګهیځ نیوز( د ثور لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پیسو نړیوال وجهی صندوق پاکستان د هغو شپږو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی، چې سږ کال له سختو شخړو سره مخامخ دی.
د IMF مسؤولینو په خبره د شخړو او سختو اقتصادی پالیسیو له امله د دې هېوادونو اقتصادی وضعیت اغېزمن کېدای شی.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د IMF د پور ورکولو پروګرام کې شامل دی.
د پیسو نړیوال وجهی صندوق په راپور کې د پاکستان اقتصادی وضعیت په هکله ځینې وړاندوینې هم شوی او د دې تر څنګ دغه هېواد د عراق، سوریې، صومالیې، سوډان او یمن تر څنګ د هغو هېوادونو په لېست کې شامل شوی چې د IMF په وینا له سختو شخړو سره لاس او ګرېوان دی.
دې وروستیو کې پاکستان له سختو سیاسی، امنیتی او اقتصادی ستونزو سره مخ شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ