پاکستان د عافیه صدیقی او محمد رحیم په خلاصون کې هېڅ ډول همکاری نه کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عافیه صدیقی او محمد رحیم مدافع وکیل “کلاین سفورډ سمیټ” وایی، پاکستان ورسره د د دغو کسانو په خلاصون کې هېڅ ډول همکاری نه کوی.

‏د عافیه صدیقی او محمد رحیم مدافع وکیل چې کابل ته راغلی، د یوې خبری ناستې پرمهال له افغان حکومت څخه د هغوی د خلاصون په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.

نوموړی د عافیه صدیقی قضیه تر ټولو بوږنوونکې او خواشینوونکې بللې او زیاته کړې یې ده، چې د هغې د خلاصون لپاره یې ځینی شاهدان او شواهد هم ترلاسه کړی دی.

د ګوانتانامو یو پخوانی زندانی، معظم بېګ چې له سمیټ سره ملتیا کوی ویلی، د پاکستان حکومت په یوه او بله پلمه بې ګناه خلک نیسی او بیا یې د ډالرو په بدل کې پر امریکا پلوری.

عافیه صدیقی او محمد رحیم له کلونو راهیسې په ګوانتانامو زندان کې شپې او ورځې تېروی.

دوی په ۲۰۰۳ زېږدیز کال د پاکستان په کراچۍ ښار کې له القاعده سره د لاس لرلو په تور تر نیول کېدو وروسته امریکایانو ته وسپارل شول.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.