معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د ناقانونه افغان کډوالو لپاره نوې پالیسي جوړوي

پاکستان د ناقانونه افغان کډوالو لپاره نوې پالیسي جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۶ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د ریپوټونو له مخې د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي، د هغو افغانانو د نیولو لپاره چې په ناقانونه توګه پاکستان ته ننوځي، یوه اغېزناکه پالیسي تر لاس لاندې لري.
د رسنیو د خبر پر بنسټ کاکړ په یوې خبري غونډه کې څرګنده کړې چې په دغې پالیسۍ کې اسناد لرونکي او له اسنادو پرته افغانان او هغه کسان، چې جعلي هویت او یا له پېژندګلوۍ له مخې یې اسناد جوړ کړي وي، شاملیږي.
نومړي زیاته کړې چې له دغې پالیسۍ سره هغه افغانان چې په ناقانونه توګه پاکستان ته داخلیږي، له پولې به واړول شي.
دې وروستیو کې پاکستاني حکومت د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ چټکه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس