کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۶ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د ریپوټونو له مخې د پاکستان د لنډمهالی حکومت لومړی وزیر انوارالحق کاکړ ویلی، د هغو افغانانو د نیولو لپاره چې په ناقانونه توګه پاکستان ته ننوځی، یوه اغېزناکه پالیسی تر لاس لاندې لری.
د رسنیو د خبر پر بنسټ کاکړ په یوې خبری غونډه کې څرګنده کړې چې په دغې پالیسۍ کې اسناد لرونکی او له اسنادو پرته افغانان او هغه کسان، چې جعلی هویت او یا له پېژندګلوۍ له مخې یې اسناد جوړ کړی وی، شاملیږی.
نومړی زیاته کړې چې له دغې پالیسۍ سره هغه افغانان چې په ناقانونه توګه پاکستان ته داخلیږی، له پولې به واړول شی.
دې وروستیو کې پاکستانی حکومت د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ چټکه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ