پاکستان د ناقانونه کډوالو پلان د دغه هېواد کورنیو چارو وزارت ته استولی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې لومړۍ نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام آباد کې پولیسو ویلی، چې د کورنیو چارو وزارت د غیرقانونی بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو عملی پلان یې د منظورۍ لپاره د کورنیو چارو وزارت ته استولی دی.
د دغو رسنیو د خبر پر بنسټ پولیسو زیاته کړې، دا پلان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګتی په لارښوونه جوړ شوی چې له مخې به یې په اسلام آباد کې ناقانونه بهرنی وګړی د سفارتونو په همکارۍ بېرته خپلو هېوادونو ته استول کیږی.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت بیا له پاکستانه غوښتی، چې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او ځورولو لړۍ ودروی.
د دغه وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلی، چې پاکستانی پولیس ان هغه افغانان هم نیسی چې قانونی اسناد لری. اعلامیه کې له پاکستان غوښتنه شوې، چې بشری حقونه، د ګاونډیتوب حقوق او ګډ دینی ارزښتونه په پام کې ونیسی او ټول نیول شوی کډوالو بېرته خوشې کړی.
پاکستان دې وروستیو کې پر افغان کډوالو کړۍ راتنګه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.