کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان حکومت خبرداری ورکړی، چې پاکستان د کراچۍ او اسلام آباد له هوایي ډګرونو د داعـ ـش ډلې پټنځایونو ته د آسیايي او اروپايي هېوادونو نوي اتباع انتقالوي.
د افغان حکومت امنیتي او تصفیوي کمېسیون په کلني راپور کې راغلي، چې د دې کړیو هڅې ښايي په راتلونکو میاشتو کې د سیمې او نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د بریدونو لپاره کار واخیستل شي.
یاد راپور کې زیاته شوې، چې تېرو دریو کلونو کې افغانستان کې د داعـ ـش په بشپړ ډول ځپل شوی او د دې ډلې طراحان، پلي کوونکي او سلګونه افراد یا وژل شوي یا نیول شوي، چې په نیول شویو او وژل شویو کې زیات شمېر بهرنیان دي.
د راپور پر بنسټ، افغانستان کې د دې ډلې تر ځپلو وروسته د دې ډلې مشران او افراد ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي او اوس بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې ورته د روزنې کمپونه جوړ شوي دي.
افغان حکومت له پاکستاني حکومته غوښتي، چې د داعـ ـش ډلې له روزنې او ملاتړه لاس واخلي، کنه د دې پروژې پایله به د اور په څېر هغوی ته هم زیان ورسوي.
پاکستان لا تر دې دمه د دې ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/