کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان حکومت خبرداری ورکړی، چې پاکستان د کراچۍ او اسلام آباد له هوایی ډګرونو د داعـ ـش ډلې پټنځایونو ته د آسیایی او اروپایی هېوادونو نوی اتباع انتقالوی.
د افغان حکومت امنیتی او تصفیوی کمېسیون په کلنی راپور کې راغلی، چې د دې کړیو هڅې ښایی په راتلونکو میاشتو کې د سیمې او نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د بریدونو لپاره کار واخیستل شی.
یاد راپور کې زیاته شوې، چې تېرو دریو کلونو کې افغانستان کې د داعـ ـش په بشپړ ډول ځپل شوی او د دې ډلې طراحان، پلی کوونکی او سلګونه افراد یا وژل شوی یا نیول شوی، چې په نیول شویو او وژل شویو کې زیات شمېر بهرنیان دی.
د راپور پر بنسټ، افغانستان کې د دې ډلې تر ځپلو وروسته د دې ډلې مشران او افراد ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلی او اوس بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې ورته د روزنې کمپونه جوړ شوی دی.
افغان حکومت له پاکستانی حکومته غوښتی، چې د داعـ ـش ډلې له روزنې او ملاتړه لاس واخلی، کنه د دې پروژې پایله به د اور په څېر هغوی ته هم زیان ورسوی.
پاکستان لا تر دې دمه د دې ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ