پاکستان د پور ترلاسه کولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق ډېر سخت شرطونه ومنل

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۰ مه نېټه):
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تېره ورځ ویلی، چې دوی د پور ترلاسه کولو لپاره د پیسو د نړیوال صندوق ډېرو سختو شرایطو ته غاړه ایښې.
نوموړی د دغو شرایطو د جزیاتو په اړه ډېر څه نه دی ویلی، خو زیاته کړې یې ده چې د ډېرو سختو اقتصادی ستونزو سره د لاس او ګرېوان کېدو وروسته یې د پیسو نړیوال صندوق له سختو شرایطو سره په اجباری ډول موافقه کړې ده.
تر دغې موافقې وروسته اوس د پیسو نړیوال صندوق یو پلاوی په دوو ورځو کې پاکستان ته ورځی او هلته دې هېواد ته د ۷ میلیارده ډالرو پور ورکړې په اړه چارواکو سره خبرې کوی.
پاکستان دې وروستیو کې ډېرو سختو اقتصادی ستونزو سره مخ شوی، چې له امله یې د دغه هېواد کرنسی هم مخ په ځوړ ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.