پاکستان د کډوالو د وېستنې په اړه د خپلې شوې پرېکړې پر عملی کېدو ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د افغان تابعیت کارت لرونکو او نورو ناقانونه بهرنیانو د وتلو لپاره یې ټاکل شوی ضرب‌الاجل نه دی بدل شوی.

دغه وزارت د افغان کډوالو د ایستل کېدو په تړاو د ملګرو ملتونو اندېښنې هم رد کړې دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علی خان د خپل اونیز خبری کنفرانس پر مهال ویلی، چې د حکومت په هغه پرېکړه کې هېڅ بدلون نه دی راغلی، چې د مارچ میاشتې له پای ته رسېدو وروسته افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته استوی.

د پاکستان حکومت د مارچ تر ۳۱مې وروستۍ نېټه ټاکلې، څو د ACC کارت لرونکی او نور ناقانونه افغان کډوال باید په خپلې خوښې له دغه هېواده وځی او که داسې ونه کړی، نو په زور به ووېستل شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.