معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان د ۲.۱ میلیونه قانوني افغان کډوالو د بېرته ستنولو پرېکړه کړې

پاکستان د ۲.۱ میلیونه قانوني افغان کډوالو د بېرته ستنولو پرېکړه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان پرېکړه کړې چې په دغه هېواد کې ثبت شوي ۲.۱ میلیونه افغان کډوال له خپل هېواده وباسي.

دغه کډوال چې د ملګرو ملتونو او د پاکستان حکومت سره راجستر هم دي، پاکستان یې څو پړاوو کې د وېستلو پرېکړه کړې ده.

د راپور په اساس هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه‌ لري، خبرداری ورکړل شوی، چې باید د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نېټې پاکستان پرېږدي.

بل لور دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال وایي، د ستنېدو بهیر کې باید انساني او قانوني اصول په پام کې ونیول شي.

پاکستان دې وروستیو کې په اسناد لرونکو او بې اسنادو افغان کډوالو د ژوند کړۍ راتنګه کړې، چې د چارو څارونکي یې لامل پر افغانستان سیاسي فشارونه بولي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس