کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان پرېکړه کړې چې په دغه هېواد کې ثبت شوی ۲.۱ میلیونه افغان کډوال له خپل هېواده وباسی.
دغه کډوال چې د ملګرو ملتونو او د پاکستان حکومت سره راجستر هم دی، پاکستان یې څو پړاوو کې د وېستلو پرېکړه کړې ده.
د راپور په اساس هغه افغان کډوال چې قانونی اسناد نه لری، خبرداری ورکړل شوی، چې باید د مارچ میاشتې تر ۳۱مې نېټې پاکستان پرېږدی.
بل لور دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال وایی، د ستنېدو بهیر کې باید انسانی او قانونی اصول په پام کې ونیول شی.
پاکستان دې وروستیو کې په اسناد لرونکو او بې اسنادو افغان کډوالو د ژوند کړۍ راتنګه کړې، چې د چارو څارونکی یې لامل پر افغانستان سیاسی فشارونه بولی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ