کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان رسنیو د مالیې وزارت د چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې پاکستان د ۳ میلیارده ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره د پیسو نړیوال صندوق له پلاوی سره خبرې پیل کړی.
د دغو خبرو لومړی پړاو کې چې د یاد هېواد په پلازمېنې اسلامآباد کې شوی، د پاکستان مالیې وزیر اورنګزېب خان او د IMF پلاوی مشری نېټن پورټر د دغه هېواد د اقتصادی او مالی چارو د دوهمې ارزونې په تړاو په کې خبرې کړې دی.
د پاکستان مالیې وزارت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، چې دغه ارزونه به څلور ورځې دوام وکړی او هیله یې څرګنده کړې، چې پور به ترلاسه کړی.
د وزارت د مسوولینو په وینا، که دغه ارزونه بریالۍ شی، IMF به دغه هېواد ته ۱.۱ میلیارد ډالره پور په قسط واره توګه ورکړی.
پاکستان له ۲۰۱۹ کال راهیسې له اقتصادی ناورین سره مخ دی، چې هماغه کال یې د پیسو نړیوال صندوق څخه د شپږ میلیارده ډالرو پور ترلاسه کولو درې کلن هوکړه لیک لاسلیک کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ