ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د چنګاښ ۱۶مه او د جولای میاشتې ۷مه نېټه ده) پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اسانتیاو برابرولو انلاین غونډه وشوه.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت پر خپله رسمی وېب پاڼه لیکلی، چې د دغه وزارت سرپرست وزېر نورالدین عزیزی او پاکستانی سیال یې سید نوید قمر په دې انلاین غونډه کې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د راکړې، ورکړې د زیاتوالی خبرې کړې دی.
په خبر کې دا هم راغلی، چې داړو لورو په دې انلاین غونډه کې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې په داسې سوداګریزو اړیکو ټېنګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو ملی ګټې پهکې خوندی وی.
د یاد وزارت په وینا، د پاکستان حکومت ژمنه وکړه چې د کرنیزو محصولاتو د صادرولو په برخه کې خپل ګامونه ګړندی کوی، ترڅو کرنیز محصولات په خپل وخت سره مارکېټونو ته ولېږدول شی.
گهیځ