معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان له اسلام آباده د افغان کډوالو د وېستلو پرېکړه وکړه

پاکستان له اسلام آباده د افغان کډوالو د وېستلو پرېکړه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی، هغه افغانان چې د NOC سند ونه لري، باید د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې له اسلام‌ آباد څخه ووځي.

دا اقدام وروسته له هغې کیږي، چې پاکستان ادعا وکړه اسلام‌آباد کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ملاتړ وروستیو لاریونونو کې افغانانو هم ګډون کړی و.

پاکستان ویلي، دا پرېکړه د امنیتي ګواښونو د کمولو او د هېواد د قانون پلي کولو په موخه شوې ده.

د خبر پر بنسټ ګڼ شمېر افغان کډوال د NOC د نشتوالي له امله له دې پرېکړې اغېزمنېدای شي.

د افغان کډوالو د وېستلو پر وړاندې د بشري حقونو سازمانونه اندېښنه ښودلې ده.

افغان حکومت تر اوسه د دې پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه‌ دی څرګند کړی، خو وړاندې تر دې یې په جبر د افغان کډوالو وېستنې باندې نیوکې کړي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې هم د ناقانونه افغان کډوالو د وېستلو پرېکړه کړې وه، چې په ترڅ کې یې لکونه افغان  په جبر افغانستان ته واستول شول.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس