کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی، هغه افغانان چې د NOC سند ونه لری، باید د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې له اسلام آباد څخه ووځی.
دا اقدام وروسته له هغې کیږی، چې پاکستان ادعا وکړه اسلامآباد کې د پخوانی لومړی وزیر عمران خان په ملاتړ وروستیو لاریونونو کې افغانانو هم ګډون کړی و.
پاکستان ویلی، دا پرېکړه د امنیتی ګواښونو د کمولو او د هېواد د قانون پلی کولو په موخه شوې ده.
د خبر پر بنسټ ګڼ شمېر افغان کډوال د NOC د نشتوالی له امله له دې پرېکړې اغېزمنېدای شی.
د افغان کډوالو د وېستلو پر وړاندې د بشری حقونو سازمانونه اندېښنه ښودلې ده.
افغان حکومت تر اوسه د دې پرېکړې په اړه رسمی غبرګون نه دی څرګند کړی، خو وړاندې تر دې یې په جبر د افغان کډوالو وېستنې باندې نیوکې کړی.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې هم د ناقانونه افغان کډوالو د وېستلو پرېکړه کړې وه، چې په ترڅ کې یې لکونه افغان په جبر افغانستان ته واستول شول.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ