معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان له سعودي عربستانه ۱.۲ میلیارده ډالرو د پور غوښتنه کړې

پاکستان له سعودي عربستانه ۱.۲ میلیارده ډالرو د پور غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۴  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اکسپرس ټریبون ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، چې پاکستان کې د بدو اقتصادي شرایطو پر دوام دغه هېواد له سعودي عربستان څخه ۱.۲ میلیارد ډالر قرض غوښتی.

د راپور پر بنسټ دغه غوښتنه د پاکستان مالیې وزیر محمد اورنګزېب د سعودي عربستان مالیې وزیر محمدالجدان سره کتنه کې کړې ده.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې که څه هم پاکستان د دې قرض د ترلاسه کولو هیله لري، خو تر اوسه یې له ریاض څخه مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ویل کیږي پاکستان د فارس خلیج له بانکونو څخه هم ۸۰۰میلیون ډالره قرض غوښتی، که چیرې عربستان د اسلام اباد دغه غوښتنه ومني، پاکستان به د سعودي عربستان ۶.۲ میلیارد ډالره پوروړی شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس