پاکستان له سعودی عربستانه ۱.۲ میلیارده ډالرو د پور غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۴  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اکسپرس ټریبون ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلی، چې پاکستان کې د بدو اقتصادی شرایطو پر دوام دغه هېواد له سعودی عربستان څخه ۱.۲ میلیارد ډالر قرض غوښتی.

د راپور پر بنسټ دغه غوښتنه د پاکستان مالیې وزیر محمد اورنګزېب د سعودی عربستان مالیې وزیر محمدالجدان سره کتنه کې کړې ده.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې که څه هم پاکستان د دې قرض د ترلاسه کولو هیله لری، خو تر اوسه یې له ریاض څخه مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ویل کیږی پاکستان د فارس خلیج له بانکونو څخه هم ۸۰۰میلیون ډالره قرض غوښتی، که چیرې عربستان د اسلام اباد دغه غوښتنه ومنی، پاکستان به د سعودی عربستان ۶.۲ میلیارد ډالره پوروړی شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.