ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۱مه) د افغانستان ګاونډی هېواد پاکستان وایی د دوی لخوا د نوی حکومت په رسمیت پېژندل په نړیواله ټولنه او د سیمې په هېوادونو پورې اړه لری.
په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له ټاس خبری اژانس سره په خبرو کې ویلی چې پاکستان په یوازې ځان د طالبانو لخوا د اسلامی امارت نوی رامنځ ته شوی حکومت تر هغه وخته په رسمیت نه شی پېژندلی، چې نړیوالې ټولنې په دې اړه پرېکړه نه وی کړې.
منصور احمد خان ویلی، ټول په دې تمه دی چې د سیمې هېوادونه د افغانستان په اړه سره را ټول شی او په دغه هېواد کې د نوی حکومت پر وړاندې خپل دریځ روښانه کړی.
نوموړی زیاته کړې د نړیوالې ټولنې تر پرېکړې وروسته به پاکستان هم خپل دریځ اعلان کړی.
پاکستانی لوری روښانه کړې، تر هغه به دا چاره ناشونې وی تر څو چې اسلامی امارت بشری حقونه په پام کې و نه ساتی، نجونې ښوونځیو، پوهنتونونو او زده کړو ته لاړې نه شی او د نړیوالې ټولنې شرایط پوره نه شی.
گهیځ