پاکستان هند ته وړاندیز کړی چې د اماراتو په منځګړیتوب دې ورسره د کشمیر مسله حل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۸ مه نېټه):
پاکستانی رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف نن په یوه خبری ناسته کې خپل هندی سیال ته وړاندیز کړی، چې د متحده عربی اماراتو په منځګړیتوب دې دوی سره د کشمیر د لانجې په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ د پاتې نورو مسلو په اړه خبرې وکړی.
رویټرز خبری آژانس هم ویلی، چې نواز شریف له العربیه ټلویزیون سره په خبرو کې د هند له لومړی وزیر او چارواکو دغه غوښتنه کړې ده.
شهباز شریف نریندرا مودی ته وړاندیز کړی، چې د کشمیر په ګډون دې ټول شته مشکلات ورسره د اماراتو په منځګړیتوب حل کړی؛ ځکه د ده په خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړو یوازې بدبختۍ زیږولی چې نور باید دې بدبختیو ته د پای ټکی کېښودل شی.
هندی لوری تر اوسه د پاکستان د لومړی وزیر دغې وړاندیز په غبرګون کې څه نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.