معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان هیله لري چې د افغان حکومت یو پلاوی دغه هېواد ته سفر وکړي

پاکستان هیله لري چې د افغان حکومت یو پلاوی دغه هېواد ته سفر وکړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۳ مه نېټه):
وروسته له هغې چې کابل ته د پاکستان لوړپوړو چارواکو سفرونه وکړل، تازه پاکستانۍ رسنیو سره په خبرو کې د دغه هېواد د دفاع وزیر هیله ښودلې، چې سرپرست افغان حکومت به هم یو پلاوی پاکستان ته واستوي.
د راپورونو له مخې کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر پرمهال پر یو شمېر حساسو مسایلو هم بحث او خبرې شوې وې.
هغه مهال هندۍ رسنۍ نیوز ۱۸ په یو راپور کې ویلي وو، چې افغانستان ته د پاکستان د ISI د مشر د سفر پر مهال نوموړي کابل کې افغان چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې پاکستان کولی شي هر ځای کې د خپل نظام مخالفې ډلې وځپي.
د دغې رسنۍ د خبر له مخې د ISI د مشر دې خبرې ته د افغانستان دفاع وزیر تند غبرګون وښود او په ځواب کې یې ورته خبرداری ورکړی و چې موږ ته ګواښ کوونکي لکه د امریکا پڅېر ورکیږي.
د افغانستان دفاع وزیر تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه د پاکستاني لوري په ناسمو خبرو تند غبرګون ښودلی و.
تر اوسه پاکستان ته د افغان پلاوی د تلو په اړه افغان حکومت څۀ نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس