کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۳ مه نېټه):
وروسته له هغې چې کابل ته د پاکستان لوړپوړو چارواکو سفرونه وکړل، تازه پاکستانۍ رسنیو سره په خبرو کې د دغه هېواد د دفاع وزیر هیله ښودلې، چې سرپرست افغان حکومت به هم یو پلاوی پاکستان ته واستوی.
د راپورونو له مخې کابل ته د پاکستانی پلاوی د سفر پرمهال پر یو شمېر حساسو مسایلو هم بحث او خبرې شوې وې.
هغه مهال هندۍ رسنۍ نیوز ۱۸ په یو راپور کې ویلی وو، چې افغانستان ته د پاکستان د ISI د مشر د سفر پر مهال نوموړی کابل کې افغان چارواکو سره د لیدنې پرمهال ویلی، چې پاکستان کولی شی هر ځای کې د خپل نظام مخالفې ډلې وځپی.
د دغې رسنۍ د خبر له مخې د ISI د مشر دې خبرې ته د افغانستان دفاع وزیر تند غبرګون وښود او په ځواب کې یې ورته خبرداری ورکړی و چې موږ ته ګواښ کوونکی لکه د امریکا پڅېر ورکیږی.
د افغانستان دفاع وزیر تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه د پاکستانی لوری په ناسمو خبرو تند غبرګون ښودلی و.
تر اوسه پاکستان ته د افغان پلاوی د تلو په اړه افغان حکومت څۀ نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ