ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وری ۱۴مه او د اپرېل ۳مه نېټه ده) د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ویلی دوی هڅه کوی، چې د افغانستان په ګډون ټوله لویدیځه اسیا کې سوله او ثبات ټینګ شی.
هغه دا خبرې د اسلام اباد د امنیت په تړاو یوې غونډې ته کړی دی.
د ده په خبره په افغانستان کې د ثبات له راتګ سره مرسته کوی او په خبره یې د دغه هېواد ثبات او امنیت د ټولې سیمې له ثبات په ګټه دی.
باجوه زیاته کړې چې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو نارامیو پر پاکستان مستقیم اغېز کړی دی، نو له همدې امله اوس د پاکستان حکومت غواړی چې افغانستان کې تل پاتې ثبات راشی.
هغه دلته پر روان اقتصادی او بشری وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړې او له نړیوالو یې د مرستو او همکاریو غوښتنه کړې ده.
گهیځ