پاکستان وایی د افغانستان له لارې یې منځنۍ اسیا ته صادارت ډېر شوی

ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۵مه او د جون میاشتې ۵مه نېټه ده) پاکستانی حکومت څرګنده کړې چې د افغانستان له لارې یې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته صادارتو کې ډېروالی راغلی.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت ویلی‌ چې له افغاستان سره تر ځینو اقتصادی‌ هوکړه لیکونو وروسته یې د دغه هېواد له لارې منځنۍ اسیا ته په صادراتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.
د پاکستان وزارت دغه راز وایی چې افغانستان ته یې صادرات کم شوی دی‌ خو برعکس له دغه هېواده یې واردات تر پخوا ډېر شوی دی.
د پاکستانی حکومت په خبره دوی تېر کال د ۵۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت له افغانستان واردات ترسره کړی‌ وو،‌ چې اوس دا شمېره ۷۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.
پاکستان همدا راز د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د ۲۲۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات لرلی‌ دی‌ چې د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه ډېروالی ښیی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.