پاکستان وایی نوی ورغلی افغانان د کډوالو په توګه نه منی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غوایی یا ثور ۱۷مه او د مۍ میاشتې ۷مه نېټه ده) پاکستانی چارواکی وایی، هغه افغانان د کډوالو په توګه نه منی چې افغانستان کې د اسلامی امارت تر حاکمیت وروسته دغه هیواد ته په ویزه راغلی او بېلابېلو ښارونو کې استوګن دی.
د چارواکو په وینا، دغه افغانان چې شمیر یې څه باندې ۱۰۰ زرو ته رسیږی، په هوټلونو او کرایه کورونو کې ژوند کوی، غواړی د پاکستان څخه نورو هیوادونو ته ولاړ شی خو، په اسلام اباد کې د بهرنیو هیوادونو سفارتونه د هغوی اسناد په ځنډ سره طی مراحل کوی.
کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان امریکا غږ ته ویلی، چې دا سفارت اوس وخت هره ورځ ۷۰۰ څخه نیولې تر ۱۰۰۰ پورې ویزې افغانانو ته وکوی.
احمدخان زیاته کړې، ډیری دا افغانان پاکستان ته د درملنې او کاروبار لپاره ځی او هغه کسان هم پکې شامل دی چې امریکا، کاناډا او اروپایی هیوادونو سفارتونو ته د ویزو اخیستو په خاطر د مرکو لپاره ځی.
دده په خبره، پاکستان دا ویزې افغانانو ته د بشری اندیښنو په خاطر ورکوی خو د ګډوالو په توګه به یې ونه منی.
دی وایی،« که افغانان غواړی چې د کډوالو په توګه ومنل شی دا نشی کیدای او نه یې مونږ اجازه ورکوو. مونږ به ساده توګه نغواړو چې د کډوالو شمیر زیات کړو».
د پاکستان چارواکو دا هم ویلی، چې په دې هیواد کې لږ تر لږه ۳ میلیونه افغانان له پخوا میشت دی چې یو شمیر یې قانونی اسناد هم نه لری او نورو کډوالو ته د ځای ورکولو ګنجایش نشته.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.