پاکستان وایی که پر پوځیانو یې برید کوونکی ور وسپارل شی د چمن دروازه به خلاصه کړی

سې شنبه، د لړم ۲۴مه
کابل/ګهیځ: د پاکستان یوه پوله ساتی چارواکی د چمن دراوزې د خلاصون په بدل کې هغه کس غوښتی، چې د دوی په وینا د افغانستان له خاورې یې پر پاکستانی په پوځیانو ډزې کړی او یو تن یې وژلی دی.
دغه دروازه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه بنده شوه چې په ظاهره د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو له منځه یوه کس د پاکستان پر پوله ساتو سرتیرو ډزې وکړې او لږ تر لږه یو تن یې وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.
په چمن کې د پاکستان د کمېسارۍ مرستیال عبدالحمید زهری امریکا غږ سره په خبرو کې ویلی، دغه لاره به د سوداګرۍ په وړاندې تر هغو بنده وی چې د برید مسوول نه وی ورته سپارل شوی.
نوموړی ویلی، د چمن دروازه پرون مازیګر د لنډ وخت لپاره د عامو خلکو پرمخ خلاصه شوه، خو هېڅ یوه سوداګریز موټر ته د تګ راتګ اجازه ورنه کړل شوه.
چمن او تورخم پاکستان سره د افغانانو د تګ را تګ عمده لارې دی چې د تېر کال اګسټ میاشتې را وروسته پرې ډېر محدودیتونه لګول شوی او مسافر یې وخت نا وخت د مسوولانو له ناوړه چلنده شکایت کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.