معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان وایي، ترهګرۍ سره مبارزه کې افغانستان سره همکاري کوو

پاکستان وایي، ترهګرۍ سره مبارزه کې افغانستان سره همکاري کوو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۸ مه نېټه):
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري تېره ورځ د الجزیرې خبري چېنل سره په یوې مرکې کې د افغانستان په تړاو خبرې کړي.
دغه مرکه کې نوموړي ویلي، هېواد یې غواړي په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
بلاول وړاندې زیاته کړې، تروریزم پاکستان او افغانستان دواړه زیانمنوي، چې خلک باید پر وخت ورسره مبارزه وشي.
بل لور بیا ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم هم له نیوزویک امریکايي خپرونې سره یوه مرکه کې ویلي، چې دوی له افغانستان سره پر پوله د سخت دریځو وسلوالو له شتون او فعالیتونو ډېر اندېښمن دي.
افغان لوري تر اوسه د دغو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې دغه ادعاوې چې ګنې افغان خاوره کې ترهګري شتون ولري رد کړې وه او ټینګار یې کړی و چې په دغه برخه کې پیاوړي دي او د هېچا مرستې یا همکارۍ ته اړتیا نه لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس