کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۸ مه نېټه):
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداری تېره ورځ د الجزیرې خبری چېنل سره په یوې مرکې کې د افغانستان په تړاو خبرې کړی.
دغه مرکه کې نوموړی ویلی، هېواد یې غواړی په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاری وکړی.
بلاول وړاندې زیاته کړې، تروریزم پاکستان او افغانستان دواړه زیانمنوی، چې خلک باید پر وخت ورسره مبارزه وشی.
بل لور بیا ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی منیر اکرم هم له نیوزویک امریکایی خپرونې سره یوه مرکه کې ویلی، چې دوی له افغانستان سره پر پوله د سخت دریځو وسلوالو له شتون او فعالیتونو ډېر اندېښمن دی.
افغان لوری تر اوسه د دغو څرګندونو په غبرګون کې څه نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې دغه ادعاوې چې ګنې افغان خاوره کې ترهګری شتون ولری رد کړې وه او ټینګار یې کړی و چې په دغه برخه کې پیاوړی دی او د هېچا مرستې یا همکارۍ ته اړتیا نه لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ