پاکستان وایی، د افغان کډوالو وېستلو ته دوام ورکوو

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۱  نېټه):

‍۱د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد چارواکی وایی، د نومبر له پیله د ډیسمبر تر ۱۱ نېټې یې ټولټال ۴ لکه ۳۴ زره ۸۴۲ تنه بې اسناده افغانان له پاکستانه وېستلی دی.

تر دې وړاندې ځینو پاکستانی چارواکو ویلی وو، چې د نومبر له پیله له دغه هېواده ۴ لکه ۸۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوی دی.

بل لور د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ له استازی لیونارډ زولو سره په کتنه کې ویلی، چې پاکستان د افغان کډوالو په اړه پر خپلو پخوانیو موافقو ژمن نه دی پاتې شوی.

نوموړی ویلی، پاکستان باید د افغان کډوالو ځورول ودروی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ استازی بیا ویلی، چې له پاکستانی چارواکو سره یې د افغان کډوالو پر وېستنې، د هغوی د شتمنیو د ضبطولو او نورو حقونو په اړه خبرې کړی او ورڅخه یې غوښتی، چې له دې ډول زیاتی دې لاس په سر شی. پاکستانی رسنیو د خپل هېواد د اړوندو چارواکو په قوله نن راپور ورکړ، پرون ۱۸ سوه ۱۱ افغانان چې ۴۵۴ یې نارینه، ۴۱۲ ښځې او ۹۴۵ یې ماشومان وو، افغانستان ته ستانه شول.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.