پاکستان وروستیو لاریونونو کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه نن وروستی جزییات وړاندې کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوی ویلی، د دغه هېواد د وروستیو لاریونونو په ترڅ کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه به نن رسنیو ته جزییات وړاندې کړی.

محسن نقوی دا څرګندونې تېره شپه د پوځ تر عملیاتو وروسته وکړې، چې په ترڅ کې یې د پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پلویانو پر وړاندې اقدامات ترسره شول.

نوموړی زیاته کړې، چې په نږدې ورځو کې به د افغان کډوالو د برخلیک په اړه مهمه پرېکړه اعلان شی، خو نور وضاحت یې په اړه نه دی ورکړی.

د پاکستان موقت حکومت د ۲۰۲۳م کال په نوامبر کې د افغان کډوالو د وېستلو بهیر پیل کړی و، چې په ترڅ کې یې زرګونه کډوال په جبری ډول افغانستان ته واستول شول.

د پاکستانی چارواکو په وینا، دې پرېکړو کې افغان کډوالو ته د امنیتی ستونزو او د پاکستان په ناامنیو کې د هغوی د احتمالی لاس لرلو تورونه دلیل دی، خو افغان لوری د پاکستانی چارواکو دغه تورونه بې اساسه بللی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.