کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۱ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د ډېرو ټاکنیزو حوزو د رایو له شمېرل کېدو وروسته د لومړنیو پایلو له مخې د پخوانی لومړی وزیر عمران خان د ګوند تحریک انصاف ملاتړو خپلواکو کاندیدانو د تمې خلاف تر نورو زیاتې څوکۍ ګټلې دی.
د خبر پر بنسټ، د تحریک انصاف ګوند ته په ټاکنو د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې او ټاکنیزه نښه هم ترې اخیستل شوی وه، خو غړی یې په خپلواک ډول نوماندان شوی وو.
د ګوند پخوانی مشر عمران خان هم له څه مودې راهیسې په زندان کې دی او پر ځای یې ګوهر علی خان د ګوند مشر نومول شوی.
د لومړنیو پایلو له مخې د ملی قومی اسمبلۍ له ۲۶۶ څوکیو خپلواکو نوماندانو چې ګڼ شمېر یې د تحریک انصاف ملاتړی دی، ۹۸ څوکۍ خپلې کړې. مسلم لیګ نواز د ۶۹ څوکیو په ګټلو په دویم نمبر دی او د پاکستان پیپلز ګوند تر دې مهاله ۵۱ څوکۍ خپلې کړې دی.
د پاکستان د مسلم لیګ ګوند مشر نوازشریف چې درې ځلې یې مخکې هم د دې هېواد د لومړی وزیر په توګه دنده ترسره کړې، د ټولو رایو د پایلو له اعلانېدو مخکې خپلې پخوانۍ خبرې بېرته واخیستې او ویې ویل چې له خپلو متحدانو سره به یو اتلافی حکومت جوړ کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ