کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۳ مه نېټه):
پاکستانی رسنیو د دغه هېواد د ګمرکونو ادارې د اعلامیې له قوله ویلی، چې د افغانستان لپاره یې د دې هېواد له لارې پر وارد شویو ځینو سوداګریزو توکو لس سلنه (پروسېس فیس) مالیه لګولې ده.
د رسنیو د خبرونو له مخې پاکستانی چارواکو د دې چارې موخه بېرته پاکستان ته د هغو توکو قاچاق او پاکستانی بازارونو کې یې د پلور مخنیوی بولی، چې د افغان ټرانزیټ سوداګریزې هوکړې له مخې افغانستان ته د پاکستانی بندرونو له لارې واردیږی.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې یو مشر خان جان الکوزی د پاکستان دا پرېکړه قانونی نه بولی.
د ده په خبره دا پرېکړه د ترانزیټی سوداګرۍ له اصولو سره په ټکر کې ده.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ